ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون د وروستي رپوټ په اړه بحث وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ناسته د افغانستان پر وخت سبا ماښام مهال په نیویارک کې جوړېږي.
په دې راپور کې د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت، مخدره موادو سره مبارزه، بشر حقوق، سیمهییزې همکارۍ، سیاسي پرمختګونه او یو شمېر نورو مسایلو باندې خبرې کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو به د امنیت شورا ۱۵ غړو ته د غونډې د یوې برخې په توګه خپل رپوټ وړاندې کړي.