ډیپلوماټان: "م.م" به د فرانسې یوې مسودې ته رأیه ورکړي

ډیپلوماتان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د فرانسې په وړاندیز هغې مسودې ته رأیه ورکړي چې د سوریې حلب ته د څارونکو د لېږلو او له دغه ښاره د خلکو د ایستلو په اړه د راپور چمتو کولو په هکله‌یې کړی دی.

خبري اژانسونو د ډیپلوماتانو په قول وویل چې امنیت شورا به نن سهار غونډه وکړي څو د روسیې له مخالفت سره سره د وړاندیز شوې مسودې په اړه پرېکړه وکړي.

روسیه چې د سوريې په جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، د وېټو واک لري.

په هغو ويډيويي کلېپونو کې چې تازه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي، ښکاري چې خلک په داسې حال کې له حلب څخه په وتو دي چې نېږدې ورته ډزې روانې دي.

يوه تن چې دغسې صحنه يې عکاسي کړې وايي:

"دا هغه سيمه ده چې په پام کې وه له حلب څخه د ملکيانو د وتلو لپاره بسونه ولاړ واى. خو اوس په مرميو دوى هم په نښه کېږي."

د حلب په ختيځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې برخو څخه د خلکو د وتلو لړۍ د جمعې په ورځ د اوربند د سرغړونو د ضد و نقیض ادعاوو له کبله ټکنۍ شوه.