ایت‌الله علي خامنه‌اي پر برېتانیې شدید انتقاد کړی

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای پر بریتانیې له دې امله شدید انتقاد وکړ چې صدراعظمې يې دا هېواد د ټولې سیمې لپاره ګواښ بللی دی.

د بریتانیې صدراعظمې ترېزا مې په وروستیو کې په بحرین کې د خلیج د همکارۍ شورا غونډه کې وویل چې د خلیج هېوادونو او ټول منځني ختیځ ته د ایران له لوري پېښ ګواښ ورته څرګند دی.

خامنه‌ای پرون شنبه د صدراعظمې ترېزا مې د دې خبرو په ځواب کې وویل چې بریتانیې په تېرو دوو سوو کلونو کې په سیمه کې د شیطاني فعالیتونو اساس ایښی او د هغه په وینا، پر ایران‌يې سیمې ته د ګواښ پېښولو تور لګولی دی.

خامنه‌اي پر خپله وېب‎پاڼه لیکلي چې بریتانیې په ټول تاریخ کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له دسیسې کار اخیستی دی.