ایران د اټمي موافقې له څارونکي کمېسیون سره د لیدنې غوښتنه کړې

له تهرانه رپوټونه وايي چې د دې هېواد حکومت د هغه کمېسیون له غړو سره د لېدنې غوښتنه کړې چې له نړیوالو سره د دوی د اټمي موافقې څارنه کوي.

دا غوښتنه د تهران د دې ادعا پر اساس شوې چې وايي، امریکا له موافقې سرغړونه کړې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس [اېرنا] پرون شنبه د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په حواله ویلي چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشرې فېدریکا موګرېني دفتر ته‌یې لیک استولی دی.

د موګرېني دفتر د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ د اټمي موافقې د څارنې د ګډ کمېسیون د کار د هماهنګۍ مسؤلیت لري.

په دې کمېسیون کې ایران، امریکا، چین، روسیه، بریتانیا، جرمني، فرانسه او اروپايي اتحادیه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې اټمي موافقه لاسلیک کړه، غړیتوب لري.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وویل چې د امریکا کانګرس، د ولسمشر اوباما له لاسلیکه پرته هغه قانون تصویب کړ چې پر ایران د دې هېواد اقتصادي بندیزونه د لسو کلونو لپاره تمدیدوي.

سره له دې چې ولسمشر اوباما دا قانون نه‌دی لاسلیک کړی، خو ویټو کړی یې هم نه‌دی.