د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، لږ تر لږه ۱۵ تنه په دې هېواد کې د وروستۍ بمي چاودنې په تړاو نیول شوي دي.
د ترکیې په قیصريه ښار کې په پرونۍ انتحاري چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل او ۵۵ تنه زخمیان شول.
سلیمان سویلو پرون شنبه وویل چې ۱۵ مشکوک کسان د حمله کوونکي د هویت تر معلومېدو وروسته نیول شوي دي.
د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم پرون وویل چې د انتحاري حملې هدف د کومانډو ځواک یو بس و چې هغوی یې له قیصریه ښاره خپلو کورونو ته پهکې لېږدول.
بن علي یلدریم زیاته کړه:
"داسې پېښې به د ترورېزم پر ضد زموږ د مبارزې تعهد کمزوری نهکړي بلکې لا بهیې پیاوړی کړي."
د ترکیې پوځ ویلي چې ۴۸ تنه پوځیان په دې حمله کې زخمیان شوي چې ۱۲ تنهیې تر شدیدې طبي څارنې لاندې او پنځه په خراب حالت کې دي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حملې پړه د کردستان د کارګرانو پر ګوند [پي.کې.کې] اچولې چې د امریکا او ترکیې حکومتونه او اروپايي اتحادیهیې د ترورېستي ډلې په توګه پېژني.
په قیصریه ښار کې د پرونۍ حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.