د سوریې د یاغیانو یوه چارواکي نن د العربیه خبري چینل ته ویلي چې د حلب ښار له ختیځه د ملکي وګړو د ایستلو لړۍ د بیا پیلیدو په اړه یو نوی تړون شوی دی.
الفاروق ابوبکر له حلب ښاره ویلي چې د دغه توافق له مخې به د هغو دوو شیعه میشتو کلیو خلک ایستل کېږي چې د یاغیانو له خوا محاصره دي.
د هغو دوو ښارونو څخه چې د لبنان پولي ته نېژدې دي او د حکومت پلوه ځواکونو له خوا محاصره دي ، ټپیان ایستل کېږي او د حلب ختیځ چې د یاغیانو په واک کې دی په بشپړ ډول تخلیه کېږي.
رویټرز خبري آژانس هم دغه راز د سوریې د یوې حکومتي سرچیني له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي چې د خلکو د تخلیې په اړه توافق شوی دی.
نن سهار د سوریې دولتي ټلویزیون ویلي چې د تخلیې چارې لا اوس هم په ټپه ولاړې دي تر هغوی چې یاغیان د دوو شیعه میشتو سیمو خلکو ته د وتلو اجازه ورکوي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتې ډلې ویلي چې ښایې نن به د ځینو سیمو څخه د ټپیانو په ګډون څلور زره کسان و ایستل شي.
د حلب د تخلیې چارې پرون یوه ورځ وروسته له هغه بېرته وځنډول شوې چې نوي پیل شوي وې.