د قاهرې هوایي ډګر امنیتي چارواکو د اسامه زوی ته اجازه ورنکړه

د قاهرې د نړیوال هوایي ډګر امنیتي چارواکي وایي، د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن ته اجازه ورنه کړل شوه چې د مصر خاورې ته ننوځي او هغه بېرته ترکیې ته ولېږل شو.

۳۴ کلن عمر او د هغه بریتانوی مېرمن نن له قطره مصر ته ورسېدل، خو مصري چارواکي وایي هغوی یې پریښودل چې په خپله خوښه بېرته ترکیې ته ولاړ شي.

مصري چارواکو چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې ، دا ونه ویل چې ولې د هغه نوم مصر ته د منع شویو ورتلونکو په لېست کې و .

عمر چې د اسامه بن لادن څلورم زوی دی ، په ۲۰۰۱میلادي کال کې له خپل پلار سره وروسته له هغه اړیکې پرې کړې چې له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې ډېره موده یې په افغانستان کې تېره کړه.

عمر په ۲۰۱۰ کال کې له رویټرز سره په مرکه کې ویلي و چې د اسامه اولادونه هڅه کوي په نړۍ کې د ښو وګړو په توګه پاته شي ، خو د القاعده ډلې د مشر د اولادونو په نامه شرمېږي.

ده هغه وخت ویلي و چې د اسامه یو اولاد هم د القاعده ډلې غړي نه دي.