د کرکټ افغان ۱۹کلن لوبغاړي به د سنګاپور په وړاندې ولوبېږي

د افغانستان د نوولس کلنو د کرکټ ملي ټيم درېیمه سیالي به سبا یکشنه د سنګارپور له ټيم سره وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د نوولس کلنو د کرکټ ملي ټيم تېره ورځ پاکستان ته ماتې ورکړه.

ښاغلي فضلي زیاته کړه چې پرون افغانستان لوبه پیل کړه او په ۵۰ اورونو کې یې پاکستان ته د ۲۷۳ منډو

هدف وټاکه خو د پاکستان ټيم ونه توانېد چې ټاکل شوی هدف بشپړ کړي.

له دې مخکې د افغانستان ټیم خپله لومړې سیالي بنګله‎دیش ته بایللې وه.