ابراهیمي: سلب اعتماد شوېو وزیرانو د کار دوام غیرقانوني دی

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د سلب اعتماد شوېو وزیرانو د کار دوام غیرقانوني وباله او د نویو وزیرانو د معرفي کېدو غوښتنه وکړه.

عبدالروف ابراهیمي نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د وزیرانو د استیضاح مسئله له حکومت سره د دښمنۍ په خاطر نه وه بلکې دا کار د دوی قانوني حق و:

"د سلب اعتماد شوېو وزیرانو د کار دوام قطعآ له قانون سره په مخالفت کې دی، سرپرستي خپل وخت لري کوم کسان چې د ولسي جرګې له خوا سلب اعتماد شوي دوې نه شي کولای چې په خپلو دندو کې پاتې شي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې نېږدې یوه میاشت مخکې ولسي جرګې ۱۶ هغه وزیران استیضاح کړل چې کمه بودجه یې مصرف کړې وه چې له هغې ډلې یې ۷ وزیران سلب صلاحیت کړل.

افغان ولسمشر د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلي، خو سترې محکمې تر اوسه د دې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.