عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو.
ښاغلي مشعل نن پهدې اړه په جوړه شوي غونډه کې له افغان ولسمشر وغوښتل چې کرکټ بورډ اداره خپلواکه وساتي.
په کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو راوستل، د مالي شفافیت رامنځ ته کول او د غوراوي د یوې مستقیمې کمېټې جوړول هغه مسایل و چې عاطف مشعل په دغه غونډه کې پرې ټينګار وکړ.
د کرکټ بورډ د نوي مشر د معرفي کېدو په دغو مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو د ملي شورا استازو او د کرکټ بورډ چارواکو ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي شاه پور ځدراڼ له رسنیو سره مرکه کې ویلي و چې د کرکټ بورډ مشران له ده سره توپیري چلند کوي او له څو میاشتو یې په لوبډله کې د لوبې چانس نه دی ورکړی.