دولتي پلاوی لوګر کې د يوې محلي راډيو د مشر وژلو پېښه څېړي

په لوګر کې د يوې محلي راډيو د مشر د وژل کېدو د څېړنې لپاره يو دولتي هيئت وګمارل شو.

په محمد اغې ولسوالۍ کې د ملي پيغام راډيو مشر قاضي محمد نصير مدثر د پنجشنبې ناوخته د مخ پټو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د لوګر د والي وياند سليم صالح ازادي راډيو ته وويل، د پېښې د عاملانو د موندنې لپاره دولتي هيئت خپل کار پيل کړى دى:

"[د محمد اغې] ولسوال، امنيه قوماندان او ملي امنيت ته دنده سپارل شوې چې پېښه وڅېړي. د شنبې په ورځ په دې اړه له ټولو امنيتي ادارو سره غونډه کوو چې پېښه وڅېړي او عاملان پيدا کړو."

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښوولې ده.

دغه اداره وايي، په روان ٢٠١٦م کال کې په افغانستان کې د رسنيو ١٤ کارکوونکي او خبريالان وژل شوي دي.