افغان کرکټ لوبډله سبا یکشنبه اماراتو سره لوبېږي

افغانستان سبا يکشنبه د متحده عرب اماراتو په وړاندې په دوبۍ کې خپله درېيمه نړيواله شل اووره مسابقه کوي.

افغانستان د دې لړۍ دويمه مسابقه پرون په پنځو ويکټو وګټله.

افغانستان اوله مسابقه د چهارشنبې په ورځ د ١١ منډو په توپير ګټلې وه.

د کرکټ بورډ وياند او مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې د درېيمې مسابقې لپاره پوره چمتووالى نيول شوى دى:

"د متحده عرب اماراتو په وړاندې درېيمه مسابقه د روانې ميلادي مياشتې پر ١٨مه [د يکشنبې په ورځ]- د کابل پر وخت يوه نيمه بجه پيلېږي. افغان لوبغاړي به له يوه ښه پلان او چمتووالي سره لوبغالي ته داخلېږي."

د کرکټ ملي ټيم په داسې حال کې د متحده عرب اماراتو په وړاندې دوې پرله پسې برياوې خپلې کړي چې د کرکټ د ١٩ کلنو ملي ټيم پرون پاکستان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ويلي چې د دې بريا له کبله هر لوبغاړي، ورسره ملګري اداري کسانو، روزونکو او د لوبډلې مدير ته درې-درې زره امريکايي ډالره انعام ورکوي.