د زرداد فريادي په باب په کابل کې د بريتانيا سفارت له څرګندونو سره جوخت، د جمهوري رياست يوې سرچينې تېره شپه د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، که څوک د حزباسلامي د پخواني قوماندان زرداد فريادي په باب ادعا يا شکايت لري، کولاى شي د افغانستان محکمو ته ورشي.
کابل کې د بريتانيا سفارت وايي، تر دې وروسته د زرداد د اړوندو مسايلو په باب اقدامات د افغان چارواکو خپل مسؤليت دى.
د دې سفارت وياندې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې له بريتانيا د زرداد فريادي اخراج، د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د سولې له وروستي تفاهم ليک سره تړلې موضوع نه ده.
نوموړي وویل:
"د زرداد اخراج د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له موافقې سره ارتباط نه لري. دا کار د بريتانيا د حقوقي کړنلارې له مخې شوى دى. دى افغانستان ته ستون کړاى شوى او تر دې وروسته که هر اقدام کېږي، په افغان چارواکو پورې اړه لري. څرنګه چې ده په بريتانيا کې د استوګنې حق نه درلود، نو اخراج کړاى شو."
زرداد فريادي د چهارشنبې په ورځ بريتانيا کې تر څو کلن بند وروسته افغانستان ته ستون شو.
د ملي امنيت د عمومي رياست يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې قوماندان زرداد، له دوى سره دى.
په همدې حال کې د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان ازادي راډيو ته وويل، د زرداد پر خلاف که کومه دوسيه وي، عدلي او قضايي نهادونه بايد له قانون سره سم هغه وڅېړي.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان
ښاغلي عرفان زیاته کړه:
"که د زرداد په باب له عدلي او قضايي ارګانونو سره کومه دوسيه وي، يا هم که په محاکمو کې حق العبدي ادعا مطرح کېږي بايد له قانون سره سمه وڅېړل شي. که دا مسايل نه وي، نه شو کولاى د ابهام په حالت کې کوم څوک له سند پرته تورن کړو يا ادعا وکړو چې ودې نيول شي او زندان ته دې واچول شي. موږ هم هغه څه غواړو چې نافذه قوانينو يې حکم کړى دى."
د فرانسې خبري اژانس ليکلي چې زرداد فريادي په نويمو کلونو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال د انسانانو د برمته او شکنجه کولو په تور، په ٢٠٠٥میلادي کال په بريتانيا کې محاکمه او په شل کاله بند محکوم شو.
د بشري حقونو د څار ادارې يا هيون رايټس واچ د زرداد پر خوشې کېدو او افغانستان ته يې د هغه پر ستنولو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي:
زرداد ښايي له هغو کسانو د غچ اخېستو هڅه وکړي چې د ده پر ضد يې په ويډيويي بڼه شاهدي ورکړې ده.
په دې اداره کې د افغانستان د برخې يوې څېړونکې پاتريشا ګاسمن ويلي، اول بايد د هغو شاهدانو د خونديتوب لپاره پروګرام وسنجول شي چې د زرداد پرضد يې په محکمو کې شاهدي ورکړې ده.
د هغې په خبره په دې اړه له چارې پرته به د زرداد خوشې کول، يو غيرمسوولانه اقدام وي.