د کندهار د هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکوونکې او د هغوی یو موټر چلوونکی نن سهار په یوه حمله کې وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ده خوجه سیمه کې د دوو نامعلومه وسله والو له خوا وژل وژل شوي دي.
اخوا یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د کندهار د هوايي ډګر دا ښځینه کارکوونکې له یوې امنیتي کمپنۍ سره د تلاشۍ په برخه کې تازه استخدام شوې وې او نن هم د لومړنیو روزنو د لیدلو لپاره هوايي ډګر ته روانې وې.