د سوريې له حلب ښار څخه د وسله والو او ملکیانو د وتلو بهیر ځنډیدلی دی.
راپورونه وايي دا بهیر له اوربند څخه د سرغړاوي له امله درېدلی دی.
د سوريې دولتي ټلویزیون نن وویل د وسله والو او ملکي وګړو د وتلو کار وروسته تر هغې وځنډید چې وسله والو غوښتل له ځانه سره زندانیان هم بهر کړي.
خو وسله وال بیا ادعا کوي چې د سوريې د نظام ملاتړو شیعه ملېشو له حلب څخه په وتونکي یوه بس ډزې کړي دي.
رویترز خبري اژانس هم د عیني شاهدانو په حواله وايي چې د بسونو په سیمه کې يې د څلورو چاودونو غږ اورېدل شوی دی.
له حلب ښار څخه د سوله والو او ملکیانو وتل د اوربند د هغې موافقې پر اساس پیل شوه چې د روسيې او ترکيې په منځګړتوب وشوه.