صدقي: د اروپايي ټولنې پولیسو نوی ماموریت نوی کال پیلېږي

اروپا ټولنه به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغان پولیسو د تقویت نوی ماموریت پیل کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل اروپايي چارواکو دا ژمنه په بروکسل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې کړې ده.

«ایوپول افغانستان» یا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو ماموریت په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پیل شو.

د دې پروګرام هدف د افغان پولیسو د ظرفیتونو لوړول دي.