د حلب له ختیځ نه د ملکیانو د وتلو لړۍ نن هم روانه ده

د سوريې د حلب ښار له ختیځې برخې څخه د وسله والو او ملکیانو د وتلو لړی نن هم دوام لري.

راپورونه د روسيې د دفاع د وزارت په حواله وايي، له پرون راهیسې چې له حلب څخه د وسله والو او عامو کسانو وتل پیل شوي تر دې دمه د ۳ زرو وسله والو په ګډون ۶ زره او څلور سوه کسان له دې ښاره وتلي دي.

خو د سوريې د بشري حقونو ډله وايي چې تر اوسه له حلب څخه ۶ زره وسله وال وتلي او درې زره ملکیانو هم دا ښار پریښی دی.

د سوريې د حکومت وسله والو مخالفینو په ۲۰۱۲ کال کې حلب ونیو خو پر دې ښار د سوريې د پوځ او د روسيې د هوايي ځواک پراخو او درنو بریدونو وسله وال سخت وځپل او د سوريې ځواکونه وتوانیدل چې د حلب زیاتره برخې بېرته ونیسي.