چارواکي: هلمند کې ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د هلمند پوځي چارواکي وايي، د تازه دمو سرتېرو په ور رسېدلو سره یې عملیات پیل کړي چې ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي په یوه غونډه کې وویل چې د تازه رسېدلیو سرتېرو په مرسته یې د پنجشنبې په ورځ عملیات پیل کړل او وتوانېدل په لومړنیو حملو کې د لښکرګاه او نادعلي په بېلابېلو سیمو کې ۳۵ وسله وال مخالفین ووژني.

ښاغلي احمدزي د پرون ورځې د جګړې پر مهال افغان سرتېرو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

تر دې مخکې د قهر میوند او شفق دوه په نوم پوځي عملیات د لښکرګاه ښار په شاوخوا سیمو کې پيل شوي و چې افغان پوځیان وتوانېدل د بشران او بولان ځینې سیمې له وسله والو مخالفینو ونیسي.