خوګیاڼی: ننګرهار کې د ۲ خویندو نکاح موضوع جدي څېړل کېږي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ښېوې ولسوالۍ کې یوه سړي ته د د دوو نجونو د جبري نکاح قضیه په جدي توګه څېړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل تر اوسه پورې دوه تنه په دې ارتباط نیول شوي او د نورو ښکېلو کسانو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات پیل شوي دي:

"د عرېضې پرمهال دیارلس کسان د نجونو د کورنۍ له خوا په نښه شوي و چې له هغې ډلې یو د هلک پلار او یو سیمه ییز پولیس نیول شوي دي، د یوولس نورو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي."

د ښېوې ولسوالۍ اوسیدونکی نادرخان چې لورګانې یې د خدای رحم په نوم یوه کس په زوره نکاح کړې دي وايي هېڅ چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د رپوټونو له مخې خدای رحم د سیمه ییز قوماندان ګل کریم ساتونکی دی.