نور: که حکومت کړي ژمنې عملي کړي ولایت پرېږدم

د بلخ سرپرست والي وايي، چمتو دی که جمعیت اسلامي ګوند ته په لویو پرېکړو او نورو حکومتي چارو کې زیات سهم ورکړل شي له ولایت ته لاس په سر شي.

د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیه شورا رئیس هم دی پرون په بلخ کې ویلي چې له ولسمشر سره يې په دې اړه خبرې کړې تر څو د یوې موافقتنامې په لاسلیک سره په حکومتي چارو کې جمعیت ګوند ته پراخ نقش ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"ما ویلي، هغه څه چې موږ او تاسې پرې توافق کړی، په لوړو مرحلو کې که عملي اقدامات ترسره شي او وروستي شي، نو زه په بلخ ولایت کې ډېر وخت وم او طبیعي ده چې لاره به نورو ته پرانیزم ترڅو ولایت وکړي."

ښاغلي نور ویلي ولسمشر هم د سولې د پروسې او بهرني سیاست په برخه کې د دوی ملاتړ غوښتی.

جمهوري ریاست په دې اړه بې خبري ښودلې او ویلي دي چې په دې اړه اوس څه نشي ویلی.