د ملي پيغام راډیو مشر قاضي نصیر احمد مدثر د وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ امنیه قوماندان نصیر امیر ازادي راډیو ته د دغه خبر په تائیدولو سره وویل چې ښاغلی مدثر نن ماښام له راډیو څخه خپل کور، کتبخېلو کلي ته روان و چې وسلهوالو کسانو ورباندې حمله کړې.
ښاغلی امیر وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
د دغه راډیو یوه خبریال ازادي راډیو ته وايي چې قاضي مدثر چا سره شخصي دښمني نهدرلوده.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخیستی.
ملي پيغام راډیو په محمد اغې ولسوالۍ کې د «اف، ام» په څپو کې له کلونو راهیسې فعالیت کوي چې په ټول لوګر کې اورېدل کېږي.