د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغه قانون له لاسلیکولو ډډه وکړه چې پر ایران د دې هېواد بندیزونه د راتلونکې یوې لسیزې لپاره تمدیدوي خو اجازهيې ورکړه چې د قانون په توګه نافذ شي.
دا قانون پر امریکايي شرکتونو له ایران سره د تجارت بندیز لګوي.
ولسمشر اوباما د تېرې شپې [د امریکا په وخت] تر دولس بجو موقع درلوده چې دا قانون توشېح کړي.
اوباما دا قانون نهدی توشېح کړی خو قانونیې ویتو کړی هم نهدی.
خو د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل چې په امریکا کې د پېچلو قانوني اصولو پر اساس به دا قانون د ولسمشر اوباما له لاسلیکه پرته نافذ شي.