په افغانستان کې په یو شمېر لاریونونو کې د رهبرانو د عکسونو څیرل او ورته اور اچول اوس په یو معمول عمل بدل شوی دی.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، دا کار د قومي او سمتي اختلافونو لامل کېږي.
د یادې جرګې یو غړي محمد اصف صدیقي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، کله چې د یو رهبر عکس د یوې ډلې لهخوا څیرل کېږي په بدل کې یې د نوموړي رهبر پلویان په ورته عمل لاس پورې کوي.
ښاغلي صدیقي په دې باور دی چې دا کار پرته له دې چې د قومونو تر منځ فاصلې زیاتې کړي بله هېڅ ګټه نهلري.
نوموړی وايي:
"څومره چې دې مسایلو ته لمن وهل کېږي په هماغه اندازه د افغانستان په تاوان ده او بالاخره دا مسایل د قوم پرستۍ، سمت پرستۍ او مذهب پرستۍ په لور ځي، که دا مسایل راټول کړو نو نتیجهیې دا ده چې موږ افغانان له دې کاره پرته له تباهۍ او بربادۍ بل هېڅ هم لاسته نهشو راوړی."
د مشرانو جرګې دغه غړی وايي چې د یو شمېر هېوادونو لاس پوڅې کړۍ د پیسو په بدل کې په دا شان اعمالو لاس پورې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د احمد شاه مسعود په څلور لاري کې د ګلبدین حکمتیار عکسونو ته اور واچاوه.
لاریون کوونکو ادعا وکړه چې د چهارشنبې په ورځ له بریتانیا څخه کابل ته د زرداد قریادي د راتګ پر مهال د حکمتیار او زرداد عکسونه د احمد شاه مسعود پر عکسونو نصب شوي دي.
په کابل کې مدني فعاله حمیده وردګ په دې باور ده چې دا کار پرته له دې چې خلکیې قرباني شي بله ګټه نهلري.
په کابل کې مدني فعاله حمیده وردګ
نوموړې وايي:
"یو نفر چې کلونه جنایت کوي او یو ډله راځي هغه اتل بولي او عکسونهیې د یو بل په عکسونو نصبوي او بیا بله ډله راځي او د هغه عکسونه لیرې کوي، دا هغه لوبې دي چې خلکیې قرباني کېږي او په حقیت کې دغه نسلونه په پوهېدلي ډول او یا هم ناپوهېدلي په دغو لوبو کې شریکېږي."
کارپوهان وايي، پولیس باید د دا شان حرکتونو مخه ونیسي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو نظر هم ولرو خو بریالي نهشوو.
د کابل د پولیسو ویاند هم په دې اړه څه نهوايي، حال دا چې دا د کابل د پولیسو مسؤلیت دی چې په ورته مواردو کې اقدام وکړي.