د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه چې نهغواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وايي چې د حزباسلامي قوماندان زرداد فریادي له دوی سره په بند کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د حزباسلامي پخوانی قوماندان په بریتانیا کې له څو کلونو بند وروسته تېره ورځ هېواد ته راستون شو.
د افغان حکومت ځیني چارواکي چې نهغواړي نومیې خپور شي وايي چې زرداد فریادي د یو شمېر کسانو د ادعاوو پر بنسټ له بشري حقونو څخه په سرغړونه په بریتانا کې د بند مودې تر تېرولو وروسته افغان حکومت ته سپارل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې نن په کابل کې ځینو کسانو د زرداد عکسونو ته اور واچاوه، دوی ویل چې تېره ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د احمد شاه مسعود د عکسونو پر سر د زرداد عکسونه ټک وهل شوي و او ننیې په غبرګون کې دا اقدام کړی.