د ایران نړیوال کنفرانس ته د طالب استازو پر بلنې اندېښنې

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په ایران کې جوړېدونکي د مذهبونو په نړیوال کنفرانس کې افغان طالب استازو ته د ګډون په بلنې اندېښنه څرګنده کړه.

د دغه وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد نن ازادي راډیو ته وویل، د افغان حکومت وسله‎والو مخالفینو ته په کنفرانس کې بلنه ورکول، د نړیوالو منل شویو اصولو او د دولتونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو خلاف اقدام دی.

د ایران د مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې هر کال په ایران کې د مذهبونو د نېږدیوالي نړیوال کنفرانسونه جوړېږي چې تېر کال په‌کې افغان حکومت ته بلنه ورکړل شوې، خو سږ کال‌یې دا بلنه نه‌ده ورکړې.

ټاکل شوې څو ورځې وروسته د مذهبونو نړیوال کنفرانس په تهران کې جوړ شي، معلومه به شي چې وسله‎وال طالبان به په‌کې ګډون وکړي یا نه؟

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.