د سوريې په ختیځ ښار حلب کې نن ډز بندي ده

رپوټونه وايي چې د سوريې په ختیځ ښار حلب کې نن ډز بندي ده.

په حلب کې په جګړه کې ښکېلو خواوو پرون موافقه وکړه چې د جګړې له سیمې ملکي خلک وباسي.

دا موافقه پرون د روسيې او ترکیې د حکومتونو په منځګړیتوب وشوه، خو په حلب کې د رژیم د مخالفو وسله‌والو سرچینو ویلي چې دا موافقه نن تمدید شوه او خلک ایستل کېږي.

د سوريې پوځي سرچینې او د شیعه‌ګانو ډلې حزب‌الله چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، ویلي چې له ختیځ حلبه د ملکي خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز يې په لندن کې دی وايي چې له حلبه د ملکي وګړو لومړۍ ډله چې روغتیايي مرستو ته‌یې بېړنۍ اړتیا درلوده، وایستل شوه.

د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې عسکر یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان پر اساس، له ختیځ حلبه د وسله‌والو ملېشو وتلو ته تیاری نیسي.

د دې وزارت په وینا، د سوریې رژیم هغو وسله‌والو ملېشو او د هغوی کورنیو ته د امنیت ډاډ ورکړی چې له حلبه ایستل کېږي او په ادلب کې ځای پر ځای کېږي.

دا کسان به د بشري مرستو لپاره پر پرانېستل شوي لار وایستل شي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی عسکر به د بې‌پيلوټه الوتکو په مرسته په شلو بسونو او لسو امبولانسونو کې له حلبه د وسله‌والو ملېشو د ایستلو بهیر وڅاري.