بلخ کې به یوه اندازه زاړه افغاني بانک‎نوټونه وسوځول شي

د افغانستان بانک مسؤلین وایي چې راتلوونکې اونۍ به په بلخ ولایت کې یوه اندازه زاړه افغاني بانک‎نوټونه وسوځوي.

د افغانستان بانک د عامه اړیکو مسؤل ایمل عاشور که څه هم د دغو بانک‎نوټو نوعیت څرګند نه کړخو ویې ویل چې هر کال افغانستان بانک د میلیاردونو افغانیو په ارزښت زاړه بانک‎نوټونه سوځوي.

ښاغلی عاشور وایي، که بانک‎نوټونه تر ټاکلي مودې مخکې زړېږي د بېرته چاپولو لپاره هربانک نوټ دوه عشاریه ۸۰ افغانۍ مصرف لري چې دا چاره پراقتصاد هم منفي اغېز لرلای شي.