د امریکایي ډالرو ارزښت د مهمو بهرنیو اسعارو په وړاندې په نېږدې ۱۴ کلونو کې وروسته له هغې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شو چې د امریکا مرکزي بانک نن د بانکي ګټې فیصدي یو پر درېیمه برخه لوړه کړه.
بانک دغهراز وړاندوینه کوي چې راتلونکی کال به درې ځلې نور هم دغه فیصدي لوړه کړي.
د امریکا فدرالي خزانه د دې اټکل کوي چې منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ او کانګرس به چې جمهوري غوښتونکي پرې واکمن دي راتلونکی کال د اقتصادي ودې لپاره پر بنسټیزو تأسیساتو ډېرې پیسې ولګوي او مالیې به راکمې کړي.
ایرو د ډالر په مقابل کې ۱.۲ فیصده خپل ارزست وبایله چې دا د مارچ میاشتې له نیمایي راهیسې د دې اسعارو ډېر رالوېدل دي.