د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی يوه خیال پلوي مرکه در اوروو.
په دغې مرکه کې معین صیب وايي، که نړیوال زما له وزارت سره یو میلیون ډالر مرسته وکړي نو بیا به خلک وویني چې څه پرې کوم؟!
ټوله مرکه د معین صیب له خیال پلوه ډکه ده!
ورپسې مو د ګدايي او سوال کولو له نوې طریقې خبروو، ځکه اوس سوالګران د نغدو پیسو غوښتلو پرځای په کورونو ګرځي، دروازې ټکوي او د کور لوښي او سامانونه غواړي، لکه : کمپلې، کټونه او نور توکي!
په پای کې مو د بر طرفه کولو د مشاور له دندې خبروو. وايې اوس مشاورین څوک مقررولای نه شي خو برطرفه کول ېې داسې دي ورته لکه نصوار چې خولې ته اچوې!
جوړوونکی : ننګیارنااشنا
Your browser doesn’t support HTML5