کابل ته د قوماندان زرداد د راتګ په اړه غبرګونونه

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان، حکومت د جنایت‌کارانو پر ملاتړ تورنوي، دوی دا انتقادونه له هغې وروسته کوي چې کابل ته د سرور زرداد مشهور په «قوماندان زرداد» د راستنېدو خبر خپور شو.

د سیاسي چارو د دغو کارپوهانو له ډلې احمد سعیدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت په دې وروستیو کې د جنایت‌کارانو ملاتړ کوي چې تازه بېلګه‌یې، هېواد ته د قوماندان زرداد راستنېدل دي.

سعیدي: زرداد یو جنایتکار دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زرداد یو جنایت‌کار دی چې د مجاهدینو په وخت کې یې په سروبي کې قرارګاه لرله او په لسګونو کسان‌یې وژلي دي، بس دومره وایم چې د اشرف غني حکومت د جنایت‌کارانو ملاتړ کوي او څوک چې د زرداد د راتګ هرکلی کوي، جنایت‌کاران دي."

دا انتقادونه هېواد ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د یوه قوماندان زرداد، له راستنېدو سره سم کېږي.

په ورته وخت کې په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر دننه او بهر، یو شمېر خلکو هېواد ته د قوماندان زرداد راستنېدو تود هرکلی وکړ.

قوماندان زرداد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په جرم ۱۳ کاله د بریتانیې په زندانونو کې تېر کړي دي.

وموغوښتل چې هېواد ته د زرداد د راستنېدو په هکله د سیاسي کارپوهانو د غبرګون په اړه، د جمهوري ریاست نظر ولرو، خو د جمهوري ریاست چارواکو په دې اړه، له څه ویلو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې یوه حکومتي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل چې قوماندان زرداد چې د خلکو د ادعاګانو پر اساس، د بریتانیې د حکومت له‌خوا په جزا محکوم شوی و، د خپل حبس موده‌یې پوره کړه او د بریتانیا نوي حکومت د خپلو قوانینو له مخې افغان حکومت ته وسپاره.

دا چې کابل ښاریان له قوماندان زرداد څخه څه خاطرې لري یوه تن‌یې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"قوماندان زرداد چې په سروبي کې یې پاټک درلود، د ننګرهار په لور له روانو موټرو به‌یې پیسې اخیستلې او پرته له پیسو به‌یې نه‌پرېښودل، هېواد ته د ده راتګ یوه جفا ده، زرداد داسې شخصیت نه‌لري چې خلک‌یې هرکلی وکړي."

قوماندان زرداد له بشري حقونو څخه په سرغړونو او د خلکو په ځورولو په ځانګړې ټوګه د ده د یو کس له‌خوا چې په سګ زرداد «د زرداد سپی» مشهور و، تورن دی او د بریتانیې یوې محکمې په شل کاله بند محکوم کړی و.​

ښاغلی سعیدي نه‌یوازې دا چې د زرداد په ملاتړ حکومت تورنوي، بلکې په دې برخه کې، پر مدني تولنې هم انتقاد کوي.

دی وايي، داسې دروازه نه‌ده پاتې چې خلک دې نه‌وي ورغلي او د جنایت‌کارانو محاکمه دې یې نه‌وي غوښتې.

په ورته وخت کې یو بل سیاسي کارپوه عزت‌الله برکي ازادي راډیو ته وویل، ښايي دا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د حزب اسلامي او حکومت تر منځ، د توافق‌نامې یو شرط وي.

راپور: خان محمد سیند

Your browser doesn’t support HTML5

کابل ته د قوماندان زرداد د راتګ په اړه هرکلی