د سوريې د حلب له ختيځ څخه د ياغي جنګياليو او ملکيانو وتل، ځنډېدلی دي.
راپورونه وايي په لسګونو بس موټرونه چې موافقه شوې سيمې ته وروستل شوي وو، نن بېرته خپلو تمځايونو ته ستانه شول.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو وويل، د سوريې دولتي ځواکونه او نورې ډلې هڅه کوي، د سولې د هغې موافقې مخه ونيسي چې د ترکيې او روسيې لهخوا ورباندې موافقه شوې ده.
د ده په خبره، دى به له خپلو روسي او ايراني سيالانو سره نن ناوخته پر دې مسئله خبرې وکړي.
په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن په مسکو کې د حلب پر وضعيت يوه کنفرانس ته وويل:
"تمه لرم چې ياغيان به په راتلونکو دوو يا درېيو ورځو کې له مقاومت څخه لاس واخلي، د دوى لږ شمېر کسانو د اوربند له رعايته انکار کړى، خو دا په خپله د دوى انتخاب دى."
د سوريې فعالان وايي، د حلب په پاتې سيمو کې چې د ياغيانو په کنټرول کې دي، د توپونو ډزې بيا پيل شوې دي.
د روسيې دفاع وزارت ويلي، وروسته له هغې چې ياغيانو له لنډ مهال اوربند څخه سرغړونه وکړه، دولتي ځواکونو د حلب په ختيځ کې بېرته خپله حمله پيل کړه.
د وزارت په حواله، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نېږدې شپږ زره ملکيان د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو څخه وتلي او ٣٦٦ ياغيانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښي او له دغو سيمو وتلي دي.