د سوریې حلب کې د تېرې شپې اوربند موافقه ظاهراً نافذه ده

هغه اوربند چې تېره شپه ورباندې د روسيې، سوريې، ترکيې او د سوريې د ياغيانو ترمنځ بحث وشو، ظاهراً نن د سوريې په حلب کې نافذ دى.

دا په داسې حال کې ده چې له حلب څخه د ياغي جنګياليو او ملکيانو پلان شوي وتل ځنډول شوي دي.

د ياغيانو چارواکي وايي، ايراني ملېشه‌وو او نورو دمشق پلوه شيعه ځواکونو د حلب په ختيځ کې د اپوزېسيون تر ولکې لاندې سيمو څخه د خلکو د وتلو مخه نيولې ده.

د يوې موافقې له مخې د حلب په ختيځ کې د دغو سيمو کنټرول بايد دولت ته وسپارل شي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي پرون يوه کنفرانس ته وويل، د اوربند دغه موافقه نه‌شي تائيدولاى.

دی زیاتوي:

"موږ د هغه اوربند د موافقې په اړه ځيني راپورونه کتلي چې ګواکې د روسيې او ترکيې تر منځ ورباندې سلا شوې او په نېږدې ساعتونو کې نافذېږي، زه په دې اړه ټول جزئيات نه‌لرم، د دغو راپورونو کره‌والى نه‌شم تائيدولاى چې ګواکې داسې يوه موافقه شوې ده."

په هغه پوځي اتحاد کې چې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جنګېږي چارواکو تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

د حلب په جګړه کې د ايران او لبنان ځينې شيعه ملېشه د اسد ملاتړ کوي.