راشد: اماراتو کې ۱۹۸ بېلابېل تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلان وايي چې متحده عربي اماراتو په ابوظبي نندارتون کې افغان سوداګرو له بهرنیو سوداګرو سره ۱۹۸ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند لطف‌الله راشد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې وچې مېوې د صادرولو برخه کې ۷۸ د انګور او انارو د جوسو، ۴۰ د تازه مېوې، ۲۶ د زعفرانو، ۹ د طبي بوټو، ۱۷ د شاتو ۲۸ او د کشمیرې برخه کې ۴۸ تړونونه د بهرنیو شرکتونو له سوداګرو سره لاسلیک شوي دي.

ښاغلي راشد وايي چې په ابوظبي کې د شیخ زاهد فرهنګي مرکز په نړیوال نندارتون کې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوداونو سوداګرو ګډون کړی و.

نوموړی وايي چې دغه نړیوال نندارتون د ډسمبر له ۵ تر ۷ نېټې پورې دوام وکړ چې د لومړي ځل لپاره د افغان تولیدي شرکتونو ۱۵ غرفې په‌کې نندارې ته وړاندې شوې.