پنټاګون: سوریه کې بې‌پيلوټه الوتکې د داعش درې مشران ووژل

پنټاګون وايي چې په سوریه کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په یوه حمله کې د داعش درې مشران وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، په وژل شویو کې هغه دوه تنه شامل دي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې په پاریس کې د ترورېستي حملو لپاره زمينه برابره کړې وه.

د دې وزارت ویاند پیټر کوک پرون سې شنبه څرګنده کړه چې د بې‌پيلوټه الوتکې د حملې پر مهال، د داعش دې درېیو غړو په غرب کې پر ځینو اهدافو د حملو پر پلان کار کاوه.

پیټر کوک زیاته کړه چې دا کسان د ډسمبر په څلورمه د سوريې په رقعه ښار کې وژل شوي دي.