سپینې ماڼۍ پرون سې شنبه وویل چې د سمندري ټرانسپورټ لپاره د اټمي کارخانو د جوړولو په اړه د ایران د ولسمشر وروستۍ سپارښتنه له نړیوالو سره د ایران پر اټمي موافقه تېری نهکوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران او نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې پر موادو د امریکا د سرغړونې په وړاندې په غبرګون کې خپلو ساینس پوهانو ته دستور ورکړی چې پر اټمي انرژۍ د چلېدونکو اوبتلونو یا ځانګړو بېړیو د جوړولو پرپلان کار پیل کړي.
په هغه لیک کې چې د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا خپور کړی د روحاني له لوري د دې هېواد اټمي انرژۍ ادارې ته سپارښتنه شوې چې د سمندري ټرانسپورټ لپاره د اټمي بټیو د ډیزاین او جوړولوکار پیل کړي.
روحاني د دې هېواد بهرنیوچارو وزارت ته هم په یوه لیک کې سپارښتنه کړې چې له نړیوالو قدرتونوسره د دوی د اټمي موافقې د څارنې نړیوالې کمېټې ته رسمي شکایت لیک ور واستوي.
د امریکا کانګرس په وروستیو کې د هغه قانون د تمدید په ملاتړ رایې ورکړې چې امریکا ته د نورو لس کلونو لپاره اجازه ورکوي چې پر ایران بندیزونه جاري وساتي.
ولسمشر اوباما به دا قانون په لنډ وخت کې توشېح کړي.