په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر"یوناما" د احمد ایشچي د ادعاوو په اړه د ملي وحدت حکومت د څېړنو د اعلان هرکلی وکړ.
احمد ایشچي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پلویانو په غیرقانوني ډول نیولی او "غلط" چلند یې ورسره کړی دی.
یوناما د احمد ایشچي د دې ادعاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړی چې حسابدهي او شفافیت باید په پام کې ونیول شي.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه به د قانون د حاکمیت او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره له افغانانو سره همکارۍ ته خپل تعهد ټینګ وساتي.
د عفوې نړیوال سازمان هم په دې اړه د بېپرې څېړنو غوښتنه کړې ده.
په دې سازمان کې د افغانستان د چارو څارونکې حوریې مصدق پرون ازادي راډیو ته وویل:
"د ښاغلي اېشچي ادعاوې ټکان ورکوونکې دي. موږ د افغانستان له عدلي او قضايي ادارو غواړو چې په دې اړه بېپرې اقدام وکړي."
د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر خبرپاڼه وايي چې احمد اېشچي په جوزجان کې په ناکراریو کې د لاس درلودو له امله نیول شوی و.