څارونکي: د سوریې پالمېرا کې ښايي کیمیاوي وسلې کارول شوې وي

یو نړیوال څارونکی سازمان وايي، د سوريې رژیم ته وفادارو ځواکونو پالمېرا ښار ته نېږدې په یوه هوايي برید کې ښايي له کیمیاوي وسلې کار اخیستی وي.

د کیمیاوي وسلو د استعمال د منع سازمان ویلي، پالمېرا ته نېږدې په عقیربات سیمه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د راپورونو په اړه سخته اندېښنه لري.

دا سیمه د داعش ډلې په کنټرول کې ده.

د سوريې د بشري حقونو سازمان چې له لندن څخه فعالیت کوي وویل، د حما ولایت په عقیربات او یو شمېر نورو سیمو کې د پرونیو بمباریو په نتیجه کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۵۳ کسان وژل شوي دي.