ترکیه کې د رسنیو ځپل په نړۍ کې تر ټولو لوړحد ته رسېدلې

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، په ترکیه کې د جولای میاشتې د ناکامې کودتا وروسته په هغه هېواد کې د رسنیو ځپل او د بندي شویو خبریالانو عمومي شمېره تر۱۹۹۰ کال وروسته په نړۍ کې تر ټولو لوړحد ته رسېدلې ده.

دغې کمېټې د هغو معلوماتو په راټولولو پیل وکړچې تر۱۹۹۰ کال وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خبریالانو د ځپلو په اړه خپاره شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپورله مخې چې نن خپورشو د روان کال د ډیسمبر تر لومړې نېټې پورې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۵۹ خبریالان په زندانونو کې دي چې لږ تر لږه ۸۱ تنه یې په ترکیه کې دي.

په دې هېواد کې لسګونه نور خبریالان هم بندیان دي چې دغه کمېټه نه ده توانیدلې دا ومومي چې د هغوی دبند او دندې ترمنځ تړاو شته که څنګه.

چین په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د زنداني خبریالانو په ردیف کې په دوهم کتار کې راځي. په دغه هېواد کې په ۲۰۱۶ میلادي کال ۳۸ تنه خبریالان بندي دي.

مصر، ایریتریا او ایتوپیا په دې برخه کې په درېیم، څلورم او پنځم کتار کې شمېرل شوي دي.