کابل کې د موی تای سیالیو لیګ پیلېږي

د افغانستان د موی تای فدراسیون مسؤلان وايي، په پام کې ده ډېر ژر په کابل د موی تای سیالیو لیګ پیل شي.

د دغه فدراسیون د مطبوعاتو د برخې مسؤل علي ظفر نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالي د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ پیلېږي.

د نوموړی په خبره په دغو سیالیو کې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه ۴۰۰ لوبغاړي ګډون کوي او څه باندې درې میاشتې به دوام وکړي.