نورزی: د ۲۱ بندونو د پروژه سازي مراحل وروستي شوي

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۱ بندونو د پروژه سازي مراحل وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت د پروګرامونو رئیس انجنیر فرهاد نورزي نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو بندونو د داوطلبۍ پړاونه بشپړ شوي او ژر به یې تړونونه لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له ۲۱ څخه د زیاتو بندونو د پروژه‎سازي مراحل طی شوي، د نېږدې ټولو د دوطلبۍ پړاونه هم بشپړ شوي او قرارداد ته چمتو شوي چې د دغو پروژو د ځینو تړونونه هم لاسلیک شوي دي."

ښاغلی نورزی زیاتوي په دغو بندونو کې واړه، متوسط او همدارنګه د برېښنا د تولید او اوبو زېرمه کولو لوی بندونه شامل دي.