د جوزجان د پخواني والي د قضیې په اړه د رسمي څېړنو غوښتنه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې، اسټرلیا، کاناډا او ناروي هېوادونو د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د قضیې په اړه د رسمي څېړنو غوښتنه وکړه.

د دغې ټولنې او یادو هېوادونو له‎خوا نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتل شوي چې د ښاغلي ایشچي په اړه د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم لګېدلي تورنه دې وپلټل شي.

د احمد ایشچي زوی باتور ایشچي وړاندې ویلي چې پلار یې دوه اوونۍ وړاندې د بُزکشي په میدان کې ښاغلي دوستم د ساتونکو له‎خوا وړل شوی چې اوس ازاد دی.

خو د عبدالرشید دوستم دفتر ويلي چې ایشچي د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و او د هغوی له خوا نیول شوی و.

د ښاغلي دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند په عبدالرشید دوستم باندې لګېدلي تورونه رد کړي و او د هغه په اړه یې د ثبوت غوښتنه کړې وه.