کابل کې د سولې په اړه د پګواش اوومه ناسته پیل شوه

په کابل کې د افغانستان د سولې په اړه د پګواش نړیوالې مؤسسه اوومه ناسته پیل شوه.

په کابل کې د دغېموسسې مسوول خلیل ساپي ازادي راډيو ته وویل، په دغه ناسته کې بهد سولې په اړه د افغان جهادي مشرانو او سیاستوالو نظر واخېستل شي او بیا به د طالبانو له رهبرۍ سره شریک کړای شي.

"د مجلس اجنډا دا ده چې د سولې د۱۷ ماده ییز پلان په اړه به د افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو نظرونهراټول شياو وروسته به ورنه یو واحد نظر واخېستل شي، موږ به دغه واحد نظر د طالبانو له رهبرۍ او په دوحه کې د هغو له سیاسي کمېسیون سره شریک کړو."

له دې وړاندې پګواش موسسې د افغانستان د سولې په اړه دېته ورته غونډې په اسلام‎اباد، دوحې او یو شمېر نورو هېوادونو کې جوړې کړي دي.