سیال: د زابل شاجوۍ کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت په شاجوۍ ولسوالۍ کې په روانو عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو څلورو ورځو راهیسې په شاجوۍ ولسوالۍ کې عملیات راون دي.

د سیال په وینا چې دغه عملیات اوس هم جریان لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.