د کرایي کورونو ستونزي

افغانستان یو له هغو هېوادنو څخه دی چې اکثره اوسېدونکي یې کمزوری اقتصاد لري، که له لسو کسانو سره کېنې نو ایله دوه تنه یې وایي چې دوی شخصي کور کې ژوند کوي، ډېری په ګروي یا هم کرایي کورنو کې اوسېږي.

ځینې هغه کسان چې په داسې کورونو کې په کرایه یا ګرو اوسېږي وایي، کله د کور خاوند دومره ظالم شي چې پرګاونډي هغه د چا خبره چپه مېچنې تاووي، ځینې وخت بیا کرایه نیشن کور داسې خرابوي چې ته به وایي، کنډواله ده، ډېر مېلمانه، د ماشومانو شورماشور، پر دروازو او دېوالونو کرښې ویستل، تلویزیون او راډیو په لوړ غږ اورېدل، ناوخته تګ راتګ، د کور خاورې خځلې بېځایه اچول، هغه څه دي چې په مشترکو کورونو کې د کور د خاوند او کرایه نیشن ترمنځ د لویو لانجو سبب کېږي، په پیل کې د کابل اوسېدونکی اجمل وایي د کور خاوند دومره ټیټ ورته ګوري چې له پاس نه خځلې هم پر دوی اچوي.

هغه کسان چې کور په کرایه نیسي یو ډول د ناامیدۍ احساس کوي وایي، که یې خپل کور درلودلی ولې به یې د بل چا احسان او حق ناحق خبرې اورېدلې د کارته نو اوسېدونکی مسعود وایي چې دی کرایي کور کې بیا یو بل کور ځکه ځان سره په کرایه کېنوي چې په یوازې ځان د کور کرایه نشي پوره کولای.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کور کلی