د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د درېیم سرحدي کنډک قومندان د ماین په چاودنه کې له پولیس سره وژل شوی او یو بل پولیس هم ټپي شوی دی.
د کونړ امنيې قومندان جنرال جمعه ګل همت نن ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ولي جان او ورسره ملګري یې په دانګام ولسوالۍ کې وهاب پوستې ته پلي روان وو چې د وسلهوالو مخالفینو له خوا د ریموټ کنټرول ماین له چاودنې سره مخ شو .
تراوسه وسله والو طالبانو د یادې چاودنې په اړه څه نهدي ویلي.