د دایکندي ولایت "ناوه مېش" ولسوالۍ پرون دوشنبه رسماً پرانېستل شوه .
دا سیمه پخوا د هلمند د باغران ولسوالۍ یوه برخه وه چې په وروستیو کې د ولسمشر د فرمان پر اساس، د دایکندي ولایت ته وسپارل شوه.
دا ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له امله په مؤقت ډول د دایکندي ولایت یوه برخه ګڼل شوې ده.
د دایکندي ولایت ویاند شیر محمد انتظاره پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالۍ ۴۵ زره استوګن لري او له دایکندي ولایت سره د دې ولسوالۍ یوځای کېدل د امنیت له پلوه يو مهم ګام دی.
د هغه په وینا، "نوه مېش" ولسوالۍ مخکې د وسله والو طالبانو په لاس کې او د مخدرو موادو د قاچاق یو عمده مرکز ګڼل کېده خو له دایکندي سره تر یوځای کېدو وروسته به یې زیاتې ستونزې هوارې شي.