انټونیو ګوترش د "م م" د نوي عمومي منشي په توګه لوړه وکړه

د پرتګال پخواني صدراعظم انټونیو ګوترش پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توګه د خدمت لوړه وکړه.

دی به د ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل کې د بان کي مون پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه کار پیل کړي.

انټونیو ګوترش ۶۷ کلن دی. هغه تر دې مخکې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر په توګه کار کړی دی.

انټونیو ګوترش د روان کال په اکټوبر میاشت کې د بان کي مون پر ځای چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه یې د خدمت موده پای ته رسېدلې، وټاکل شو.