د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی او د اکثریت مشر مېچ مک کونیل وايي چې کانګرس به د دې هېواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال له ډونالډ ټرمپ سره د روسیې د همکارۍ په اړه د"سي،ای،اې" د رپوټ څېړنه وکړي.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې داسې انګېرلې چې د روسیې حکومت د کمپیوټرو د هک کولو له لارې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د انتخاباتو په ګټلو کې مرسته کړې ده.
د سنا د اکثریت مشر مېچ مک کونیل پرون دوشنبه خبریالانو ته ویلي چې روسان د امریکا ملګري نهدي او د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې او نورو سازمانونو د کمپیوټري سیسټم د هک کېدو امکان یې غندلی دی.
هغه څرګنده کړه چې پهدې کې د روسیې د لاسوهنې په اړه څېړنه د یوه ګوند مسئله نهده.
د مېچل دا خبرې پهداسې حالکې خپرې شوي چې په امریکا کې یو شمېر پالیسي جوړونکي، چارواکي او د استخباراتي شبکو غړي پهدې اړه چې د کمپیوټرونو د هک کېدو مسئله څومره ژوره ده، زیاته اندېښنه څرګندوي.
سپينې ماڼۍ چې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د کمپيوټرونو د هک کېدو د ادعاوو په اړه یې خپلې څېړنې پیل کړي پهدې اړه د سنا د استخباراتو کمېټې د تحقیق هرکلی کړی دی.