کابل پر حزب اسلامي د بندیزونو لېرې کولو غوښتنلیک م.م ته استولی

افغان حکومت د حزب اسلامي پر مشرتابه د بندیزونو د لېرې کېدو په هدف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي غوښتنلیک استولی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل دا غوښتنه نن مطرح شوې او هیله ده چې ژر په دې اړه تصمیم ونیول شي:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته د حزب اسلامي پر مشرتابه باندې د لګېدلو بندیزونو د رفع کولو لپاره رسمي غوښتنلیک استولی دی."

دا غوښتنه د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د شوي تفاهم لیک یوه برخه وه.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تفاهم لیک شااو خوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې لاسلیک شو.