سربیا کې د ۸۰ زرو کسانو د وژلو په تور ۸ تنه محاکمه کېږي

د هغو اتو کسان محاکمه نن په سربیا کې پیلېږي چې په ۱۹۹۵میلادي کال کې د سربرنیتسا په ډله اییزه وژنه کې په لاس لرلو تورن دي.

دا اته کسان د سربرنیتسا په څنډه کې د پراته د کراویڅا ښارګوټي کې د سلګونو مسلمانانو د وژنې د امر ورکولو او یا په دې وژنې کې د لاس لرلو په تور نن په بلګراد کې د جنګي جرایمو محکمې ته ودرول کېږي.

دا لومړی ځل دی چې سربیا لسیزې وړاندې د اته زره مسلمانو ښځو او سړیو د ډله اییزې وژنې په تړاو تورن کسان محاکمه کوي.

دا اته کسان په بوسنیا کې د «یاهورینا» یا د سربانو د پولیسو د ځانګړې برخې غړي وو چې ددې ځانګړې برخې رئیس هم په تورنو کسانو کې شامل دی.

که چېرې دا کسان په محکمه کې مجرم ثابت شي په شل کاله بند محکومېږي.

دا مهال د سربانو پوځي مشر رادکو ملادیچ چې د سربرنیتسا له ډله ییزې وژنې سره د مرستې په تور تورن دی د هاګ په ښار کې تر محاکمې لاندې دی.